د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د محلي اردو ۲۳ سرتېري وژل شوي

د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د سیمه ییزې اردو ۲۳ سرتېرې وژل شوي او ۹ تنه نور له وسله والو طالبانو سره تللي دي.

د غزني ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، تیره شپه د قره باغ ولسوالۍ په لیونۍ بازار سیمه کې د سیمه ییزې اردو په بیس کې ۲۳ تنه سرتیرې وژل شوي او ۹ تنه نور له وسله والو سره تللي دي.

دی وايي د یوه ټانګ ترڅنګ د بیس ټول تجهیزات هم وسله والو ته تسلیم کړل شوي دي.

کامراني زیاتوي داسې انګېرل کیږي چې دغه ۹ تنه نفوذي کسان وو.

د غزني محلي اداره په دې اړه له څه ویلو څخه ډډه کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې ددوي وسله والو تېره شپه د محلي اردو پر قرارګاه برید کړی او ۳۲ سرتېري یې وژلي دي.