واشنګټن او پیکنګ د تجارتي موافقې پر لومړۍ برخې موافقه وکړه

د امريکا متحده ايالتونه او چين وايي دوى د تجارتي موافقې پر "لومړۍ برخې" موافقه وکړه. د دوى په خبره په دې موافقه کې پر چينايي مالونو د امريکا د ګمرکي تعرفې کمېدل هم شامل دي.

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون په يوه ټويټ کې ويلي چې له چين سره د موافقې پر لومړۍ لويې برخې موافقه وشوه.

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ د دغو دوو لويو اقتصاد لرونکو هېوادونو ترمنځ تجارتي کړکېچ شته.

بلخوا چينايي چارواکو ويلي چې دواړو هېوادونو لوى پرمختګونه کړي او د تجارت د موافقې پر ابتدايي متن سلا شوي دي.

ولسمشر ټرمپ ويلي چې امريکا تاييد کړې، سر له سبا يکشنبې به د چين پر هغو مالونو چې ارزښت يې ١٦٠ مليارد ډالرو ته رسېږي تعرفه ځنډوي او موجوده تعرفه به ٧ اعشاريه ٥ فيصدو ته راکموي.

ده ويلي امريکا به د چين پر هغو وارداتو چې ارزښت يې ٢٥٠ مليارد ډالرو ته رسېږي، اوسنۍ ٢٥ فيصده تعرفې برحاله ساتي، خو پر وارداتو به چې ارزښت يې ١٢٠ مليارد ډالرو ته رسېږي تعرفې نيمايي، يعنې ٧ اعشاريه پنځو ته راکموي.