د ترکیې بهرنیو چارو وزارت انقره کې د امریکا سفیر احضار کړ

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په انقره کې د امریکا متحده ایالتونو سفیر د هغه پرېکړه لیک په تړاو احضار کړ چې تېره اوونۍ د امریکا په سنا مجلس کې تصویب شو.

په دغه پرېکړه لیک يوه پېړۍ مخکې د عثماني امپراتورۍ پر مهال د ارمنيانو ډله ييزه وژنه، نسل وژنه بلل شوې ده.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت پرون وويل، د دغه وزارت مرستیال سيدات اونال د امريکا سفير ډېوېډ ساترفيلډ ته د ترکيې نارضايتي څرګنده کړه.

د امريکا مشرانو جرګې تېره پنج شنبه وړاندې شوى پرېکړه ليک د رايو په اتفاق تصويب کړ.

د امريکا د کانګرس استازو جرګې په اکتوبر مياشت کې دغه پرېکړه ليک ته ورته يو غيرواجب الاجرا سند په لوى اکثريت تاييد کړى و.

د ارمنستان صدراعظم نيکول پاشينيان دا يوه مهمه او تاريخي پرېکړه ګڼلې او د ارمنستان د نيمايي وګړو په استازيتوب يې خپله قدرداني ښوولې ده.