د بدخشان په مایمي ولسوالۍ کې ناروغ واورین پړانګ مړ شو

دغه پړانګ د هوا تر سړېدو او درنې واورې اورېدو وروسته له غرونو يوه کلي ته تللى و.

د بدخشان په مايمي ولسوالۍ يو کمیابه واورین پړانګ چې سخت ناروغ و، پرون مړ شو.

دغه پړانګ د هوا تر سړېدو او درنې واورې اورېدو وروسته له غرونو يوه کلي ته تللى و.

د بدخشان والي محمد ذکريا سودا تېره شپه ازادۍ راډيو ته وويل، دوى په تمه وو چې د بدخشان مرکز ته د پړانګ د انتقال لپاره هوا صافه شي.

"هوا ورېځ وه، د بدخشان مرکز ته يې د انتقال امکان نه و، ځکه نو مړ شو. موږ په پام کې درلوده نن شنبه د هوا له ښه کېدو سره دغه پړانګ د بدخشان مرکز ته راولېږدوو."

تېر کال بيا د بدخشان په زېباک ولسوالۍ کې يو واورين پړانګ چې نسل يې په ورکېدو دى، د يوه غيرمسوول وسلوال له خوا ووژل شو. پړانګ وروسته له هغې ووژل شو چې لومړى يې د خلکو پر څارويو حمله وکړه.