د بریتانیا انتخابات: حاکم محافظه کار ګوند د پارلمان اکثریت ګټلی

دا به ددې هېواد صدراعظم بوریس جانسن ته ددې قوي واک ورکړي چې له اروپايي ټولنې د وتلو برخه کې خپله ژمنه عملي کړي.

په بریتانیا کې د پارلماني انتخاباتو رسمي پایلې ښيي چې له اروپايي ټولنې څخه د بریتاینا د وتلو پلوي محافظه کار ګوند د دې هېواد په پارلمان کې د پام وړ څوکۍ ګټلي دي.

دا به ددې هېواد صدراعظم بوریس جانسن ته ددې قوي واک ورکړي چې له اروپايي ټولنې د وتلو برخه کې خپله ژمنه عملي کړي.

د بوریس جانسن ګوند تر اوسه پورې د بریتانیا د پارلمان له ۶۵۰ څوکیو څخه ۳۴۶ ګټلې دي چې نوموړي ته په پارلمان کې اکثریت ورکوي.

دا چې د رایو شمېرل دوام لري ددې خبر د لیکلو ترمهاله د ۲۵ څوکیو برخلیک نه دی اعلان شوی چې کېدای شي ورسره دا تفاوت نور هم زیات شي.

د انګلستان کارګر ګوند چې له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو پر اصولو د بیا خبرو او بیا ځلي ټولپوښتنې پلوي دی، تر اوسه یې ۲۰۲ څوکۍ خپلې کړي دي.

د سکاټلند ملي ګوند ته تر اوسه په دې انتخاباتو کې ۴۶ څوکۍ حساب شوي او لیبرال ډیموکراټانو ۹ څوکۍ ګټلي دی.

د لندن پخوانی ښاروال بوریس جانسن چې نیویارک کې زیږیدلی او د تریزا می حکومت کې د بهرنیو چارو وزیر هم پاتې شوی، په دې ژمنه کمپاین کاوه چې له اروپايې ټولنې د بریتانیا وتل یا بریګزیت به عملي کوي.

له اروپايي ټولنې د بریتانیا د وتلو لپاره د جنورۍ ۳۱ مه ضرب الاجل ټاکل شوی دی.