زلمی خلیلزاد د افغانستان د سولې په تړاو خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد اسلام اباد ته تللی او د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره یې د افغانستان د سولې پر هڅو خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې ښاغلي قریشي ویلي چې پاکستان به د افغانستان د سولې هڅو تسهیل ته دوام ورکړي.

خلیلزاد وروسته له هغه اسلام اباد ته سفر کوي چې تېره ورځ امریکايي استازو په قطر کې له طالبانو سره خبرې د لنډې مودې لپاره ودرولې.

دا خبرې وروسته له هغه ودرېدې چې طالبانو په بګرام کې د طالبانو پر پوځي اډې برید وکړ.