ولسمشر اشرف غني یوه جرمني پروفیسور ته د سید جماالدین افغان مډال وکړ

ولسمشر اشرف غني جرمني سبستیان هاینه ته د علامه سیدجمال الدین افغان دولتي نښان ورکړ.

د ارګ د رسمي ویبپاڼې د راپور له مخې ډاکټر هاینه ته چې پرځان یې زمری خان نوم ایښی، دا نښان د افغانستان د ژبو او فرهنګ د ودې لپاره د هغه د څېړنو او خدمتونو د ستاینې لپاره پرون د پنجشنبې په ورځ په ارګ په یوه غونډه کې ورکړل شو.

د جرمني د بن پوهنتون استاد سبستیان کورت هاینه د پښتو، دري، ازبکي، ترکمني، پشه يي، بلوڅي او پامیري ژبو او په مجموع کې د افغانستان د فرهنګ په برخو کې ګټورې څېړنې کړې دي.