ننګرهار کې چاودنې یو ماشوم وژلی او څلور تنه یې ټپیان کړي

د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې چاودنې یو څلور کلن ماشوم وژلی او ۴ تنه یې ټپیان کړي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼي نن رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي چې دغه چاودنه نن ماسپښین یوه بجه د خوګیاڼو ولسوالۍ په کرم خېلو سیمه کې شوې ده.

په پیغام کې راغلي چې چاودنه د وسله والو طالبانو لخوا د ځای پرځای شوي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

د پېښې ټپیان د خوګیاڼو ولسوالۍ په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.