افغانستان د ګرځندويۍ له درکه سږکال ۳۳ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي

چارواکي وايي، روان کال کې شااوخوا ۲۰۰۰ ګرځندویانو له درېیو ولایتونو بامیان، بدخشان او هرات څخه لیدنه کړې.

افغانستان روان لمریز کال د ګرځندويۍ صنعت له درکه ۳۳ میلیون افغانۍ عواید ترلاسه کړي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند صابر مومند ازادي راډیو ته وویل، چې روان کال کې شااوخوا ۲۰۰۰ ګرځندویانو له درېیو ولایتونو بامیان، بدخشان او هرات څخه لیدنه کړې.​

ښاغلي مومند زیاته کړه: ​"د عوایدو په برخه کې مو ۲۷ میلیونه افغانۍ هدف ټاکل شوی و، خو موږ۳۳ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي، یعنې موږ له ټاکل شوي هدف پنځه میلیونه زیات عواید ترلاسه کړي."

د هغه په خبره، د تېر کال په پرتله روان کال افغانستان ته د ګرځندویانو راتګ زیات شوی دی.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، مخ په وده هېوادونو کې توریزم ځانګړی اهمیت لري او د ناخالصو ملي عوایدو اصلي عنصر بلل کیږي.

د دوی په باور د ګرځندوی جلب په هېواد کې اوسېدونکو ته د کار زمینه برابروي.

د اقتصادي چارو کارپوه قادر جیلاني ازادي راډیوته وویل، په افغانستان کې د ګرځندویانو پر وړاندې امنیت تر ټولو جدي ستونزه ده او تراوسه حکومت په دې برخه کې چندانې پام نه دی کړی.

هغه وویل: په لرغونو ځایونو کې حکومت باید پوستې واچوي، ترڅو امنیت یې خوندي شي. په بهر کې د افغانستان په ټولو سفارتونو کې افغانستان ته د ګرځندویانو د جلب په هدف هغه هېواد کې معلومات ورکړل شي."

نوموړی حکومت ته وړاندیز کوي چې د ګرځندوی صنعت د پراختیا لپاره خصوصي سکتور ته ځانګړی پام وشي، څو افغانستان هغه ظرفیتونه چې لري یې وتوانېږدي، د دې صنعیت له لارې خپل ملي عوایدو زیات کړي.