د ټاکنو کمېسیون نن پرېکړه کوي چې قسمي یا لومړنۍ پایلې اعلان کړي

سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله نه‌غواړي نوم‌یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، دغه کمېسیون د وخت او د پایلو د ډول په اړه نن بحث کوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل، د ټاکنو د لومړنیو یا هم قسمي پایلو د اعلان لپاره ټول چمتووالی نیول شوی دی.

سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله نه‌غواړي نوم‌یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، دغه کمېسیون د وخت او د پایلو د ډول په اړه نن بحث کوي.

بل‌خوا بیا د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو ویاند میرزا محمد حق‌پرست وايي، کمېسیون د پایلو اعلان ته بشپړ چمتو دی، خو په دې اړه د کمېسیون رهبرۍ رسما پرېکړه نه‌ده کړې او په دې اړه غونډه روانه ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون داسې مهال د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنۍ پایلو اعلان ته چمتووالی ښيي چې د هېواد لومړۍ مېرمن رولا غني وايي، کمېسیون باید نور جرأت وکړي او پایلې اعلان کړي.

مېرمن غني له افغانانو مننه وکړه چې د ټاکنو د پایلو اعلان ته‌یې ډېر صبر وکړ

په ورته وخت کې پر ټاکنو د څار بنسټونه وايي، افغانان د معتبرو رأیو پر بنسټ د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو اعلان غواړي.

د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ مشر یوسف رشید د پنج‌شنبې په ورځ یوه خبري غونډه کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون له‌خوا د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو په نه‌اعلان نیوکه وکړه او زیاته‌یې کړه، کمېسیون د دې پروسې په مدیریت کې پاتې راغلی.

ښاغلی رشید وايي: "د ټاکنو بهیر ډېر اوږد شو، له بده مرغه تر اوسه لومړنۍ پایلې نه‌دي اعلان شوي او کمېسیون هم تر اوسه په دې نه‌پوهېږي چې لومړنۍ که قسمي پایلې اعلان کړي. دا د دې بهیر لپاره په حقوقي او تخنیکي لحاظ لویه ضربه ده، دوام‌یې په ګټه نه‌دی او خلک هم ترې نور ستړي شوي دي."​

ښاغلي رشید همدا ډول د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون تر پوښتنې لاندې راوست چې خپل قانوني چارې یې له یاده ویستي او یوازې د څارونکو په توګه عمل کوي.

خو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون بیا دا تور نه‌مني او وايي، ټول کارونه‌یې د قانون پر بنسټ مخته روان دي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د میزان یا تلې میاشتې په شپږمه وشوې، خو کمېسیون سره له دې چې دوه ځله‌یې د لومړنۍ پایلو د اعلان ژمنه کړې، تر اوسه نه‌دی توانېدلی په دې برخه کې عملي ګام پورته کړي.