طالبانو د جوزجان فیض‌اباد ولسوالۍ کې ۴۰ یرغمل کسان خوشې کړي

د افغانستان په عمومي نقشه کې جوزجان ولایت

طالبانو د جوزجان ولایت د فیض‌اباد ولسوالۍ هغه ۴۰ اوسېدونکي خوشې کړي چې درې ورځې مخکې یې په سیمه کې د ولسي پاڅونوالو له یوه مشر سره د همکارۍ په تور له ځان سره بیولي وو.

د فیض‌اباد ولسوال الف شاه عطایي نن ازادي راډیو ته تأیید کړه چې دغه ۴۰ تنه نن خوشې شوي، خو ۴ تنه نور تر اوسه له طالبانو سره یرغمل دي.

د پاڅون کوونکو مشر الله بیرن چې د شبرغان او مزار شریف ترمنځ د لویې لارې د امنیت چارې یې سمبالولې، درې ورځې مخکې د شبرغان-اندخوی پر لاره په یوه ټرافیکي پېښه کې مړ شو.

دغو کسانو غوښتل د هغه د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي چې طالبانو برمته کړل.

په لومړي سر کې د جوزجان چارواکو د فیض‌اباد ولسوالۍ د شاوخوا سلو اوسېدونکو د تښتولو خبر ورکړی و.