ایران پر خپلې یوې دولتي ادارې انټرنټي حمله شنډه کړې

ایراني رسنیو دا خبر د دې هېواد د مخابراتو وزیر محمد جواد آذري جهرمي له قوله ورکړی دی.

ایران وایي، پر یوې دولتي الکترونیکي ادارې یې سایبري یا انټرنټي حمله شنډه کړې ده.

ایراني رسنیو دا خبر د دې هېواد د مخابراتو وزیر محمد جواد آذري جهرمي له قوله ورکړی دی.

هغه ویلي، دغه سایبري حمله په لوړه کچه تنظیم شوې وه، خو بیا هم چارواکي په دې اړه پلټنه کوي چې دقیقه اندازه‌یې معلومه کړي.

ښاغلي جهرمي هغه دولتي اداره نه‌ده په ډاګه کړې چې دغه حمله پرې شوې او نه‌یې هم د دې حملې تور په کوم هېواد پورې کړی، خو ژمنه‌یې کړې چې په دې اړه به وروسته یو راپور خپور کړي.

دا نه‌ده روښانه چې ایا دغه وروستۍ پېښه د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د سایبري حملو د روانې لړۍ یوه برخه ده او که څنګه؟

تهران له دې مخکې د جون په ۲۴مه هم د ایران پر ځینو اهدافو د سایبري حملو د شنډولو ادعا کړې وه.