فرانسې او نیجر د "جي پنځه" سرمشریزه د راتلونکي کال لومړیو ته وځنډوله

د فرانسې او نیجر مشرانو نن موافقه وکړه چې د "جي پنځه" په نوم ډلې سرمشریزه به د ۲۰۲۰ کال لومړیو ته وځنډوي.

ټاکل شوې وه د افریقا د وچې د ساحل سیمې پنځو هېوادونو بورکینافاسو، موریتانیا، مالي، چاد او نیجر د مشرانو دغه سرمشریزه روانه میاشت په فرانسه کې جوړه شي.

د فرانسې د ولسمشر امانوئل مکرون دفتر وویل، دغه وړاندیز د نیجر له ولسمشر سره په ګډه شوی دی.

په دې اړه پرېکړه وروسته له هغې کېږي چې پرون له مالي پولې سره نږدې د نیجر پر یوې پوځي اډې په حمله کې شااوخوا ۷۱ سرتېري ووژل شول.

د نیجر دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي چې په دغه حمله کې یو زیات شمېر ترورېستان له‌منځه وړل شوي او د پوځ ۱۲ تنه هم ټپیان شوي او یو شمېر نور لادرکه دي.

د دغې حملې مسئولیت تر اوسه کومې ډلې نه‌دی اخیستی، خو له اسلامي دولت ډلې (داعش) او نورو سخت دریځو ډلو سره تړلي وسله‌وال اکثره وختونه د دا ډول حملو مسئولیت اخلي.

فرانسې وروسته له هغې چې په ۲۰۱۲ کال قومي توریګ یاغیانو او جهادیانو د مالي د شمال دوه درېیمه برخه خاوره لاندې کړه، جنوب پلو ته د دې ډلو د پراختیا د مخنیوي لپاره په سیمه کې مداخله وکړه.