میلي: پنتاګون پر دې غور کوي چې افغانستان کې لږ شمېر سرتېري پرېږدي

له جنرال میلي څخه د کانګرس په دې استماعیه غونډه کې د وکیلانو یوه غوښتنه دا وه چې له هغه واوري ایا پنتاګون د افغانستان د اتلس کلنې جګړې په اړه د امریکا خلک تېر ایستلي دي؟

د امریکا د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي وایي، پنټاګون پر دې غور کوي چې په افغانستان کې لږ شمېر سرتېري پرېږدي.

ښاغلي میلي پرون د امریکا کانګرس ته په خبرو که څه هم په دې اړه چې څه شمېر سرتېري په پام کې ده په افغانستان کې پاتې شي، زیات جزئیات ورنه‌کړل، خو دا یې ومنله چې په دې هېواد کې له ترورېزم سره د مبارزې لپاره د لږو امریکایي سرتېرو پرېښودل یو اغېزناک اقدام دی.

هغه زیاته کړه، "موږ پر ډېرو غوراویو غور کوو چې یو یې هم دا دی."

په اوس وخت کې شاوخوا ۱۳ زره امریکایي سرتېري په افغانستان کې دېره دي چې شااوخوا ۵ زره‌یې د ترورېزم پر وړاندې مبارزه مخ ته وړي.

له جنرال میلي څخه د کانګرس په دې استماعیه غونډه کې د وکیلانو یوه غوښتنه دا وه چې له هغه واوري ایا پنټاګون د افغانستان د ۱۸ کلنې جګړې په اړه د امریکا خلک تېر ایستلي دي؟

د اسوشیټډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې دغه‌راز د جنرال میلي ترڅنګ ټاکل شوې وه چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر پرون د ورځې ناوخته د کانګرس غړو ته د تړلو دروازو تر شا غونډه کې په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه معلومات ورکړي او د هغوی پوښتنې ځواب کړي.