د بدخشان په راغستان کې د کان ښویېدنې کارګران وژلي

په راغستان ولسوالۍ کې د کان ښویېدو پر مهال ګېر شوي کارګران

په بدخشان کې سیمه‌ییز چارواکي وايي، په راغستان ولسوالۍ کې د سرو زرو د یوه کان د ښویېدو له امله ۵ کارګران مړه شوي او لسګونه نور لادرکه دي.

د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري پرون د ډسمبر په ۱۱مه، ازادي راډیو ته وویل چې په دغې ولسوالۍ کې یو شمېر خلک د سرو زرو په لټه کې په کار لګیا وو چې واوره ورباندې راښویېدلې او هغوی یې لاندې کړي دي.

د هغه په وینا، ۳۵ کارګران لا هم لادرکه دي.

چارواکو ویلي چې په سیمه کې هره ورځ له ۴۵ تر ۵۰ کسانو کار کاوه.

د بدخشان د کوهستان ولسوالۍ په شوکوه کلي کې هم تېر کال د سرو زرو یو کان ښویېدلی وو.