د پاکستان یوې محکمې نن پرېکړه وکړه چې پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري په ضمانت له زندانه خوشي کړي، ترڅو خپله درملنه د هېواد دننه په هر روغتون کې چې غواړي، وکړي.
زرداري د پاکستان د پخوانۍ وژل شوې صدراعظمې بېنظر بوټو میړه دی چې د جون په میاشت کې د پاکستان د فساد ضد کمیټې له لورې د میلیونونو ډالرو سپینولو په تور بندي شو.
تمه ده چې دی نن ناوخته له زندانه خوشي شي.