ټرمپ مسکو ته د امریکا په انتخاباتو کې د نه لاسوهنې خبرداری ورکړی

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر ډونالد ټرمپ او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف تر پرونۍ کتنې وروسته سپینې ماڼۍ څرګنده کړه چې ښاغلي ټرمپ ښاغلي لاوروف ته خبرداری ورکړ چې په هېڅ ډول د امریکا په انتخاباتو کې مداخله ونه کړي.

ښاغلي ټرمپ په ورته وخت کې مسکو وهڅاوه چې د اوکراین شخړې حل کړي.

ولسمشر ټرمپ ټینګار وکړ چې دی په نړیواله کچه د وسلو د اغېزناک کنټرول ملاتړ کوي چې په هغه کې یوازې روسیه شامله نه وي، چین هم پکې وي.

د امریکا ولسمشر همداراز له روسیې وغوښتل چې ایران د اټمي وسلو له جوړولو وګرځوي او شمالي کوریا له اټمي وسلو خالي کړي.

سرګي لاوروف یوه ورځ وروسته تر هغه واشنګتن ته ولاړ چې په پاریس کې د روسیې، فرانسې، جرمني او د اوکراین استازیو غونډه وکړه. دا غونډه د اوکراین په ختیځ کې د شخړو د هواري لپاره وه.