سږکال په چین کې ترټولو ډېر خبریالان زنداني شوي

ارشیف

د خبریالانو د ساتنې نړیوالې کمېټې ویلي چې روان کال کې چین تر بل هر هېواد ډېر خبریالان زنداني کړي دي.

د دې کمیټې په کلني راپور کې راغلې چې په چین کې سږکال لږ تر لږه ۴۸ خبریالان بندیان شوي دي.

د خبریالانو د ساتنې نړیواله کمېټه څرګندوي چې په ټوله نړۍ کې په ۲۰۱۹ کال کې لږ ترلږه ۲۵۰ خبریالان بندیان شوي او تېرکال دا شمیر ۲۵۵ ته رسېده.

له چین څخه وروسته ترکیه دوهم هېواد دی چې سږ کال یې ۴۷ خبریالان بندیان کړي خو تېرکال په ترکیه کې ۶۸ ژورنالیستان بندیان شوي وو. تر ترکیې وروسته په سعودي عربستان کې ۲۶ او همدومره خبریالان په مصر کې سږ کال زنداني شوي دي.

د خبریالانو د ساتنې د نړیوالې ټولنې په کلني راپور کې ویل شوې چې په ایران کې چې سږکال پراخې مظاهرې وشوې ۱۱ خبریالان زنداني شوي او د دې کلني راپور له مخې روسیه اووم ځای لري چې څلور خبریالان یې زندان ته استولې دي.

په دې کلني راپور کې هغه خبریالان نه دي شمېرل شوي چې نیول شوي او ژر خوشي شوي دي یا په خپلو سیمو کې وسله والو ډلو نیولې دي.