د غزني د سوداګرۍ او صنایعو خونه: پانګونه او سوداګري په ټپه ولاړه ده

د غزني ښار یوه څنډه

د غزني ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، په دې ولایت پانګه‌ونه او سوداګري په ټپه ولاړه ده.

د دې خونې ريیس عبدالمتین قلندرزي ازادي راډیو ته وویل، که څه هم په دې وروستیو کې د دې ولایت امنیتي وضعیت یو څه ښه شوی دی، خو د ټاکنیزو جنجالونو او د سولې د پېچلو خبرو له کبله، په دې ولایت کې کار روزګار، سوداګري او پانګه‌ونه نسبت تېر وخت ته خرابه شوې ده.

دی زیاتوي، په دې وخت کې ان دولتي پروژې درېدلي او په غزني د بهرنیو ملاتړ کوونکو موسساتو د غړیو شمېر او فعالیت پیکه شوی دی.

ښاغلی قلندرزی وايي، د غزني اوسېدونکي خوښ وو چې د اسلامي هېوادونو د ثقافت په مرکز د بدلېدو په درشل کې به یې ژوند او کار روزګار ښه شي، خو اوس له بېکارۍ او تر خوا یې اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.