یوناما د بشري حقونو په مناسبت د ځوانانو له کمپاین سره یوځای شوه

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه اداره (یوناما) د بشري حقونو د ورځې په مناسبت نن د ځوانانو له نړیوال کمپاین سره یو ځای شوه.

د دې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې "ځوانان د بشري حقونو ملاتړ کوي" په نوم نړیوال کمپاین د تغيیر راوستلو او بشري حقونو د خوندیتوب په برخه کې د ځوانانو رول روښانه کوي.

په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان په درېیو کې دوه برخې نفوس تر پنځه ویشتو کلونو کم عمر لري.

په ۲۰۱۹ میلادي کال کې ملګرو ملتونو د کوچنیانو د حقونو د کنوانسیون دېرشمه کلیزه ولمانځله چې افغانستان يې په ۱۹۹۴ میلادي کال کې غړی شو.

خبرپاڼه زیاتوي چې ملیونونه کوچنیان له خپلو اساسي حقونو بې برخې دي، دوی پر ښوونځیو او روغتونو په حملو کې اغېزمن کیږي او په جګړه کې له بیلابیلو ځورونو سره مخامخ کیږي.

یوناما په دې اعلامیه کې لیکلي چې ملګري ملتونه به په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په ګډون د دې هېواد د بنسټيزو ادارو د پرمختګ لپاره همکاري ته دوام ورکړي.

همداراز ویل شوي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پرېکړې له مخې به یوناما د ملکیانو د خوندیتوب، د بشري حقونو اړوند ارزونې او راپور ورکولو په برخه کې کار ته دوام ورکړي.