واشنګټن پوسټ: سپینې ماڼۍ د افغانستان ۱۸ کلنې جګړې په اړه ناسم معلومات ورکړي 

ارشیف

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکا د حکومت د محرمو اسنادو پربنسټ یو راپور خپور کړی چې ښيي سپینې ماڼۍ د افغانستان په ۱۸ کلنه جګړه کې د نیمګړتیاوو په اړه خلکو ته غلط معلومات ورکړي دي.

په اسنادو کې دا خبره افشا شوې چې د افغانستان جګړه- چې په نتیجه کې یې ۲۳۰۰ امریکايي سرتېري وژل شوي او نژدې یو تریلیون ډالر لګښت پرې شوی، نوره د ګټلو نه ده.

د واشنګټن پوست راپور وايي، د څه باندې دوه زره پاڼو لرونکي دا اسناد د هغو کسانو د مرکو او لیکنو په استناد- چې د افغانستان په جګړه کې یې ونډه درلوده، د شکایتونو او اعترافونو او نورو شواهدو په اساس برابر شوي دي.

په راپور کې په جریاناتو کې شاملو شاوخوا ۴۰۰ کسانو د افغانستان لپاره د واشنګټن پر بدلېدونکې ستراتیژۍ، د اغېزمن افغان پوځ د جوړېدو پر نیمګړتیاوو، د طالبانو د ځپلو د عملیاتو پر ناکامۍ او په افغان حکومت کې د فساد پرضد د مبارزې پر څرنګوالي انتقاد کړی.