هرات کې کډوالو او امنیتي ځواکونو کورنیو ته د ځمکو نمرې ورکول کېږي

ارشیف

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وايي، په هرات کې ۲۵۰۰ نومرې مځکه کورنیو بې ځایه شویو کډوالو، راستنیدونکو او په افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو کې د قرباني شویو کسانو کورنیو ته ویشل کیږي.

ښاغلي بلخي نن هرات ولایت ته د یو سفر په ترڅ کې وویل د استوګنې د کورونو د جوړولو لپاره به دا نومرې د زنده جان ولسوالۍ په سعادت ښارګوټي وویشل شي.

د نوموړې په وینا د مځکو دا ویش به په شپږ میاشتو کې ترسره شي.

د هرات د کډوالو او راستنیدونکو چارو د ریاست شمیرې ښيي چې همدا اوس په دې ولایت تر ۱۵۰ زرو زیاتې داخلي بې ځایه شوې کورنۍ له دوی سره ثبت دي.