د حزب اسلامي ۵۰ مشرانو له حکمتیار څخه لار جلا کړه

د سولې د عالي شورا غړی او د حزب اسلامي مطرح غړی قاضي محمد امین وقاد.

راپورونه وایې یو شمېر افغان سیاسي او جهادي څېرو د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي څخه د بېلېدو پریکړه کړې ده.

قاضي محمد امین وقاد چې د سولې د عالي شورا غړی دی او د حزب اسلامي له مطرحو مشرانو څخه شمېرل کېده وایي دی هم یو له هغو شاوخوا پنځوسو کسانو څخه دی چې دا پریکړه یې کړې ده.

ښاغلي وقاد تیره شپه له آزادي راډیو سره په خبرو کې د دې نوي جریان د پیلیدو خبره تایید کړه.

هغه زیاته کړه: "د پنځوسو په حدودو کې افغانستان شموله کسان دي چې حزبي سوابق لري، په جهاد کې پاته شوي، سولې ته یې کار کړی، په خپلو سیمو کې مطرح او د خلکو ملاتړ لري، دوی له ډیر انتظار وروسته چې بې برخلیک پاته شوي و او د حکمتیار سره یې اړیکې نه وې، دروازې ورباندي بندې وې، بلاخره مو پریکړه وکړه چې د فعلا لپاره د اتحاد شوراهای حزب اسلامي ترنامه لاندې یو مؤقت جریان پیل کړو."

ښاغلي وقاد زیاته کړه چې د دې موقت جریان د کړنلارې او مشرتابه په اړه یې پلاوی ټاکلی او راتلونکې اونۍ به یې اعلان کړې.

نوموړي دا د کوم شخص پر وړاندې منفي حرکت نه بلکې یو داسې پروګرام وباله چې د ده په خبره په افغانستان کې د خپلو خدماتو او فعالیتونو، له ملت سره د خواخوږۍ ښودلو او فرصت لاسته راوړنې لپاره یو ادرس ولري.

په هغه لست کې چې د ځینو خبریالانو لخوا خپور شوی د یو شمېر کسانو نومونه هم شته چې دا مهال د دولت برحاله غړي دي.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي ګوند تراوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.