۳۴ کلنه سانامارین به نن په قوي احتمال د فنلنډ د صدراعظمې په توګه د دې هېواد د چارو مسولیت واخلي او د نړۍ تر ټولو ځوانه مشره به شي .
مارین د ترانسپورټ پخوانۍ وزیره او د فنلنډ د سوسیال دموکرات ګوند له لوړ پوړو چارواکو ده.
نوموړې د یکشنبې په ورځ د فنلنډ د صدراعظمۍ مقام خپل کړ.
په یوه غیر معمول بدلون سره به مارین له څلورو نورو هغو ګوندونو سره د ائتلافي حکومت مشري وکړي چې د ټولو مشرانې ښځي دي.
له هغوی څخه درې تنې شاوخوا دیرش کلنې دي.