د لامبو وهنې معلول افغان لوبغاړي امریکا کې مډالونه ګټلي

ارشیف

د افغانستان د لامبو وهنې معلول لوبغاړي عباس کریمي د امریکا په ایالتي سیالیو کې د سرو زرو څلور مډالونه وګټل.

د افغانستان د لامبو وهنی فدراسیون رییس قاسم حمیدي ازادي راډیو ته وویل چې عباس کریمی په دریو ورځو کې اته ځلی د لامبو په بیلابیلو سبکونو یا ډولونو سره د لامبو پرواني ډوله ۵۰ متره سیالیو، د کرال ډوله لامبو په ۵۰ مترو او په ۱۰۰ مترو کې د فری سټایل ډول په کولو سره ګټونکی اعلان شو.

عباس کریمي له دې وړاندې هم په ګڼو بهرنیو سیالیو کې د افغانستان لپاره زیات شمېر مډالونه ګټلي دي.

د یادونې وړ ده چې لامبو دغه سیالي د امریکا متحده ایالاتو د تکزاس ایالت په کوربه توب تر سره شوې.