چارواکي: په غزني کې ۹ سرتیرې وژل شوي

د غزني چارواکي وايي، د دغه ولایت د مرکز او قره باغ ولسوالۍ اړوندو سیمو کې کې د ملي اردو ۸ سرتېري او د پولیسو د پوستې یو قومندان وژل شوي دي.

د ولایتي شورا مرستیال امان الله کامران د دو شنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "تیره ورځ ناوخته وسله والو طالبانو د ملي اردو پنځه تنه سرتیري د کابل – کندهار پر لویه لاره د قرباغ په سیمه له موټره ښکته کړي او وژلي دي."

بل لور بیا د کابل – کندهار د لویې لارې موټر چلوونکي د دغه سرتېرو شمېر ۹ شمېري او وايي مړي یې په یاده سیمه کې پر سړک پراته لیدلي دي.

کامران زیاتوي، د دې ترڅنګ د غزني مرکز په مربوطاتو د شهباز په سیمه کې طالبانو د ملي اردو او پولیسو پر پوستو بریدونه کړي، چې درې تنه د ملي اردو سرتیري او د پولیسو د پوستې یو قومندان یې وژلی او دوه تنه پولیس ټپیان دي.

وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

--