په هلمند کې د ملي اردو پر سرتېرو ځانمرګی برید شوی.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، بريد د دغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د ملي اردو پر ټولي د مازدا موټر په واسطه شوی دی او تر بريد وروسته خال خال ډزې هم روانې دي.
ښاغلي ځواک د تلفاتو په اړه څه ونهويل خو د ملي اردو يوې سرچيني د نوم نهښودلو په شرط ازادي راډيو ته وويل چې په دې پېښه کې د ملي اردو د ځواکونو ۸ کسه وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي.
تراوسه کومې ډلې د دې برید مسئولیت پرغاړه نه دی اخیستی.