په خوست کې د افغانیو د رایجولو هڅې چټکې شوي

خوست کې د افغانیو رایجولو هڅې

په خوست کې یو ځل بیا د ځايي چارواکو، امنیتي ادارو او د افغانستان بانک د کارکوونکو لخواد افغانیو د رایجولو لپاره هڅې پیل شوې دي.

خوست له هغو ولایتونو ده، چې خلک يې له شاوخوا ۲۸ کلونو راهیسې کلداره کاروي او د خلکو او سوداګرو اصلي سرمایه يې هم په کلدارو ده.

که څه هم پخوا څو ځلې حکومت د افغانیو د رایجولو هڅې کړي، خومسوولین وايي، دا ځل د افغانیو ترویج ځکه اسان دي، چې دوه کلدارې په یوه افغانۍ تبادله کیږي او دوکاندارن هم ډیری توکي له کابل او نورو ولایتونو په افغانیو رانیسي.

په خوست کې دا ځل د افغانیو د رایجولو لپاره حکومتي مسوولینو د ښار په ټولو عبوري او داخلیدونکو دروازو کې صرافان توظیف کړي، چې خلکو ته د دوی د کلدارو په عوضافغانۍ ورکړي.

خلک او سورلۍ له ګاډو د پولیسو لخوا راکوزیږي او خپلې پیسې افغانیو ته اړوي.

ددې په خوا کې حکومتي مسوولینو لدې بهیره څارنه چټکه کړې او هم يې په ښار او اطرافو کې د افغانیو د کارونې، د اړتیا او ګټې په اړه عامه پوهاوی پیل کړی دی.

د خوست د والي ویاند طالب منګل پدې اړه مشال راډیو ته وویل: "په خوست کې د افغانیو د ترویج پروسه پیل شوې ده، د ولسوالیو په لویو لارو او د خوست ښار په عبوري دروازو او د ښار په منځ کې هغه څوک چې راځي د پولیسو لخوا ښکته کیږي، دوی صرافانو ته معرفي کېږي، کلدارې ورکوي او افغانۍ ترلاسه کوي، ټولو امنیتي ارګانونو ته په جدیت هدایت شوی، چې د افغانیو د رایجولو لپاره مبارزه وکړي، ټول ولسونه راسره همکاره دي او د دې پروسې کلک ملاتړ کوي."

د خوست اوسیدونکي وايي، افغانۍ د دې وطن خپله سیکه ده، خو شرط دادی چې په اول ګام کې په ښارونو کې مروجه شي.

د خوست درې تنه اوسیدونکي محمود، حاجي غفار او حاجي بخت محمد وايي، په کلدارو راکړه ورکړه باندې د خلکو تاوان دی، ځکه نن سبا سوداګر او دوکانداران توکي او شيان په کابل او نورو ولایتونو کې په افغانیو اخلي او کله چې یو ځل کلداره اخلي او بیا يې افغانیو ته اړوي، نو دوه وارې تاواني کیږي.

دوی زیاتوي، کچیرې د افغانیو د رایجولو لپاره د افغان حکومت اراده پیاوړي وي، نو باید په ټولو يې یو شان عملي کړي.

په سویل ختیز زون کې د افغانستان بانک چارواکي وايي، چې د افغانیو د رایجولو پروسه څوارلس کاله مخکې پیل شوې وه او چا به چې سرغړونه کوله، نو هغوی به نقدي جریمه کېدل، دې کار لس کاله وخت ونیو، خو دا پروسه د فساد ښکار شوه او خلکو ورڅخه سوء استفادې وکړې.

په سویل ختیز زون کې د افغانستان بانک مسوول معلم شاه نیکیار وايي، د خوست خلک چې سرمایه يې کلدارې ده، باید په افغانیو باندې يې بدله کړي.

دی زیاتوي، که چیرې خلک لدې فرصته ګټه وانخلي، نو نور به هم تاواني شي.