امریکا د افغانستان جګړې حل لار د افغان حکومت، طالبانو امریکا ترمنځ هوکړه بولي

د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر

د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر ویلي د افغانستان د اتلس کلنې جګړې لپاره یواځينۍ حل لاره د افغان حکومت، طالبانو او امریکا تر منځ سیاسي هوکړه ده.

هغه دا خبره د فاکس نیوز له ټلویزیوني شبکې سره بیګاه په یوه مرکه کې وکړه.

هغه زیاته کړه: "تاسو د افغانستان یادونه وکړه، مونږ هلته اتلس، نولس کاله کېږي چې یو، د پرمختګ یواځینۍ لار سیاسي موافقه ده، که مونږ د طالبانو، اوسني افغان حکومت او زموږ تر منځ یوې سیاسي موافقې ته ورسېږو چې یقیني کړي افغانستان نور د تروریستانو لپاره امن ځاله نه ده دا یو ښه کار دی، دا به ما، مونږ ته اجازه راکړي چې سرتیري را خلاص کړو او د هغو دوو هېوادونو [ روسیه او چین] پر وړاندې یې ځای پرځای کړو چې موږ یې په اوږدمهال کې په اړه اندېښمن یوو."

د امریکا دفاع وزیر داسې وخت دا خبره وکړه چې امریکايي مرکچي پلاوی عملاً نن د دریمې ورځې په مخه په قطر کې له طالبانو سره په خبرو بوخت دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې دا وار بحثونه په دې متمرکز دي چې تاوتریخوالی کم او بین الافغاني خبرو او اوربند ته لار برابره شي.

د طالبانو د سیاسي ډلې ویاند سهیل شاهین بیګاه شپه په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي که چېرته له امریکا سره د سولې موافقتنامه لاسلیک شي نو دوی به بهرنیو عسکرو ته له افغانستانه د وتلو لار ورکوي.

هغه ویلي چې دوشنبه به د امریکا او طالبانو پلاوي بیا خبرو ته کښیني.