د اسیا زړه- استانبول کنفرانس کې پر سوله، مشارکت او سوکالۍ بحث کېږي

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي

د اسیا زړه – استانبول پروسې د وزیرانو په اتم کنفرانس کې د افغانستان او سیمې پر سولې، مشارکت او سوکالۍ بحث کیږي.

د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې دا کنفرانس نن په استانبول کې د افغان ولسمشر اشرف غني او د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان له خوا پرانیستل کیږي.

په دغه کنفرانس کې د استانبول د پروسې د پنځلسو ګډونوالو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران، شپاړس ملاتړي هېوادونه او دولس ملاتړي سیمه ایز او نړیوال سازمانونه ګډون وکړي.

تمه ده د یادې پروسې په پای کې یوه اعلامیه هم د نویو ژمنو په اساس تصویب شي.

د اسیا زړه – استانبول پروسه په ۲۰۱۱ کال کې د یوه با امنه او با ثباته افغانستان لپاره د سیمه ییزه امنیتي، سیاسي او اقتصادي همکاري په هدف پیل شوې.