د امریکا د سوداګریزو بندیزونو مقابلې لپاره د ایران طرحه

د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي چې د امریکا د سوداګریزو بندیزونو د مقابلې لپاره یې داسې طرحه جوړه کړې چې هېواد به یې د تیلو په عوایدو کمه اتکا وکړي.

ښاغلي روحاني پرون د دغه هېواد د پارلمان د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې د بودیجې دا طرحه به په ایران باندې د امریکا د زیاتو فشارونو او بندیزونو په وړاندې مقاومت وکړي.

هغه وویل: "زموږ د بودیجې اساس لا هم د امریکا د حد اکثر فشار او بندیز په وړاندې دی، دا په دې معنی نه ده چې دولت دې نور ګامونه پورته نه کړي."

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ میلادي کال کې له ایران سره د نړۍ د اټومي قدرتونو له تړون ووت او په ایران یې سخت بندیزونه پیل کړل.

د بندیزونو یوه لویه برخه د ایران د تیلو په صادراتو ده.

له هماغه وخته د ایران اقتصاد مخ په ځوړ روان دی.