د لبنان پخوانی صدراعظم سعد حریري بیا صدارت ته کاندید دی

د لبنان پخوانی صدراعظم سعد حریري

د لبنان پخوانی صدراعظم سعد حریري چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د لاریونونو په خاطراستعفی کړې وه یو ځل بیا ځان صدارت ته کاندید کړی دی.

حریري وروسته له هغه د کاندیدو خبر ورکړ چې صدراعظمۍ ته کاندید سني سوداګر سمیر خطیب له خپلې کاندیدۍ تېر شو.

د لبنان د سیاسي سیسټم په اساس باید د دغه هېواد صدراعظم سني مذهبی وي.

سعد حریري د اکتوبر په ۲۹ د لبنانیانو د پراخو مظاهرو پر مهال استعفی وکړه.

په لبنان کې خلکو د بې کارۍ، ناسمو خدماتو او زیات اداري فساد په خاطر مظاهرې وکړې.