عربستان په رسټورانټونو کې د ښځو او نارینه و د دروازو جلا والی لرې کړ

ارشیف

سعودي عربستان رستورانتونو کې د ښځو او نارینه و د دروازو جلا والی لرې کړ.

دا خبر پرون د سعودي عربستان د ښاري او کلیوالي چارو وزارت اعلان کړ.

په دې سره به په عامه ځایونو کې د ښځو او نارینه و تر منځ د تبعیض مسله تر یوه حده ختمیږي.

په سعودي عربستان کې هغه ښځې او نارینه چې سره خپل نه وي په عامه ځایونو لکه رسټورانټونو کې یوځای نه شي کښیناستی.

عربستان د ښځو په برخه کې ځینې قوانین اصلاح کړي او هدف یې د ریاض د ۲۰۳۰ لرلید لپاره چمتووالی دی.