د سولې ولسي حرکت غړي بیا ولایتونو ته سفر کوي

د سولې د ولسي حرکت غړو تېرکال دوبی له همدې پیغام سره له هلمنده تر کابله او له هغه ځایه تر بلخه پورې پلی مزل وکړ.

د سولې ولسي حرکت وايي چې دا ځل به د موټرو په یوه کاروان کې د سولې له پیغام سره د هېواد یوشمېر ولایتونو ته ځي.

د سولې د ولسي حرکت ویاند بسم الله وطندوست نن رسنیو ته په استول شوي غږیز پیغام کې وویل، دا لړۍ له هلمنده پیلېږي او په هلمند کې به پای ته رسېږي.

هغه وویل: "د ولسي ولسي حرکت داځلې له هلمنده تر هلمنده د موټریزو کاروانونو لړۍ پیلوي. دا لړۍ به دوه ورځې وروسته له غور څخه پیل شي، بیا تر بادغیس، هرات، نیمروز، فراه، هلمند، کندهار، کابل او وروسته تر شمالي ولایتونو پورې غځول کېږي."

ښاغلي وطندوست زیاته کړه چې د دې لړۍ په ترڅ کې به خلک د سولې لپاره د غږ اوچتولو ته وهڅول شي او د جګړې له ښکېلو اړخونو څخه به د اوربند او سولې غوښتنه وشي.

د سولې د ولسي حرکت غړو تېرکال دوبی له همدې پیغام سره له هلمنده تر کابله او له هغه ځایه تر بلخه پورې پلی مزل وکړ.