هرات او سمنګان کې د ثبات او همپالنې د یو شمېر پلویانو اعتراض

ارشیف

د عبدالله عبدالله په مشرۍ ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم پلویانو په سمنګان او هرات ولایتونو کې د هغه څه پرضد چې دوی یې په انتخاباتو کې درغلۍ بولي، مظاهره وکړه او د تقلب او تقلبکارانو پرضد یې شعارونه ورکړل.

د نننیو مظاهرو ګډونوالو وویل، د دوی اعتراضونه به تر هغه وخته دوام وکړي چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پاکې او ناپاکې رایې سره جلا نه کړي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت ټیمونو د مخالفت له کبله د تلې د شپږمې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې تراوسه نه دي اعلان شوي.