د ولسمشرۍ د ټاکنو د کاندید فرامرزتمنا په مشرۍ د تدبیر او پراختیا ټیم د ولسمشراشرف غني له دولت جوړوونکي ټیم څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
په یوه ګډه خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه ویل شوي چې د دواړو ټیمونو انتخاباتي کمپاین د پلانونو پربنسټ ولاړ و، نو ځکه دوی پریکړه کړې چې له یوبل سره ائتلاف وکړي.
له دې مخکې د زلمي رسول او نورالحق علومي په ګډون یوشمیر نورو کاندیدانو هم له ښاغلي غني څخه خپل ملاتړ اعلان کړی.