افغانستان په کلني ډول د طبي بوټو په ځانګړي ډول اینجې له صادرولو څخه۱۵۰ میلیونو ډالر څخه زیات عاید ترلاسه کوي.
د افغانستان د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي نن راډیو ته وویل چې، تېر کال په دغه هېواد کې ۱۷۸ زره متریکه ټنه طبي بوتي چې دېره برخه یې اینجه وه تولید شوي دي.
اینجه یو ډول وحشي دارويي بوټی دی.
دا بوټی چې د افغانستان مهم صادارات جوړوي په غرونو په ځانګړي ډول د غور، بادغیس او بدخشان ولایتونو په غرونو کې پیدا کېږي.
ښاغلی رستمي وايي، چې اوس د دغه بوټی د کر لپاره لیوالتیا ډېره شوې او د کرنې وزارت هم هڅه کوي چې بزګرانو سره له نږدې کار وکړي چې د دغه بوټي کر زیات کړي.
اینجه تر ډېره هند او پاکستان ته صادرېږي.