ولسمشر غني نن ترکیې ته لاړ

د ارګ له یوې خبرپاڼې سره سم، ولسمشر غني به د دې سفر په لړ کې د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو سره هم وویني.

ولسمشر محمداشرف غني نن سهار د یوه پلاوي په مشرۍ ترکیې ته لاړ چې د اسیا زړه په کنفرانس کې ګډون وکړي.

د ارګ له یوې خبرپاڼې سره سم، ولسمشر غني به د دې سفر په لړ کې د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو سره هم وویني.

د اسیا زړه کنفرانس یا د استانبول پروسه د ۲۰۱۱ میلادي کال په جون کې د ۶ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له لوري د دې پروسې د غړیو هیوادونو ترمنځ د اعتماد رامنځته کولو په هدف جوړه شوه.