ایران کې پر رسنیو د لګول شویو محدودیتونو په اړه اندېښنه

د ازادې اروپا او ازادي راډیو مشر جېمې فلاي

د ازادې اروپا او ازادي راډیو مشر جېمې فلاي ویلي چې نړیوالې رسنۍ په ایران کې پر بهرنیو خبریالانو او خبري رسنیو بندیز او پر انټرنټ د وضع شی محدودیت له امله خلکو ته د بې پرې او دقیقو معلوماتو د رسولو په برخه کې له پېښ شوي خنډ څخه اندېښنه لري.

جمي فلاي د ازادې اروپا او ازادي راډیود ایران برخې، راډیو فردا ته په مرکه کې چې پرون، د ډېسېمبر په ۷مه، خپره شوه، ویلي: "موږ دلته په فردا کې د خپلو ژورنالیستانو او په امریکا غږ فارسي، بي بي سي فارسي او نورو نړیوالو اژانسونو کې د خبریالانو په اړه چې له دې وضعیت سره مخامخ دي، اندېښنه لرو."

په وروستیو اونیو کې د ایران په بېلابېلو ښارونوکې د تېلو دنرخ د لوړېدو پر ضد مظاهرې وشوې.

د حکومتي ضد مظاهرو پرمهال، د ایران حکومت په هغه هېواد کې پر انټرنېټ بندیز ولګاوه.

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي وویل چې هلته د خلکو مظاهرې له بهره تنظیم شوې وې او د رژیم پر ضد دسیسه وه.