شمالي کوریا: امریکا سره خبرو کې د اټومي وسلو مسئله شامله نه ده

په ملګرو ملتونوکې د شمالي کوریا سفیر کېم سونګ

په ملګرو ملتونوکې د شمالي کوریا سفیر ویلي چې په کوریاګانوکې د اټومي وسلو د له منځه تلو مسئله له امریکا سره په بحث کې شامله نه ده.

کېم سونګ پرون، د ډېسېمبر په ۷مه، په نیویارک کې وویل چې داسې خبرې چې واشنګټن یې غوښتنه لري چې محتوا او دوام ولري، یوازې د دې لپاره دي چې وخت وسپموي او د امریکا په کورنۍ سیاسي اجنډا کې رېښې لري.

کېم وویل: "مونږ اوس نه غواړو چې له امریکا سره اوږدې خبرې وکړو او د غیر اټومي کېدو مسئله د خبرو له مېزه لرې شوې ده."

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له شمالي کوریا سره روابط ښه کړي چې د هغه د بهرني سیاست یو پرمختګ بلل کېږي.

هغه دری واره د شمالي کوریا له مشر سره خبرې کړې دي.

ډونالډ ټرمپ د ډېسېمبر په ۷مه، د جنوبي کوریا له ولسمشر مون جاي ان سره ټیلېفوني خبرې وکړې.

دواړو ولسمشرانو موافقه وکړه چې له شمالي کوریا سره د ډیالوګ لپاره فشارونه جاري وساتي.