د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۱۶مې اونۍ په لوبو کي نن مازدیګر ریال ماډریډ د اسپانیول سره او بارسلونا بیا نن شپه د مایورکا فوټبال لوبډلي سره لوبیږي.
د ریال ماډریډ او اسپانیول فوټبال ټیمونو ترمنځ ننۍ لوبه د افغانستان په وخت مازدیګر ۴:۳۰ بجې د ریال ماډریډ په کورني لوبغالي سانتیاګو کي ترسره کیږي.
بارسلونا او مایورکا فوټبال لوبډلي بیا نن شپه ۱۲:۳۰ بجې د بارسلونا په کورني لوبغالي نیوکمپ کي یو د بل په وړاندي میدان ته کښته کیږي.
بارسلونا د جدول په لومړي، ریال ماډریډ په دوهم، سویا په درېیم، ریال سوسیداد په څلورم، اتلاتیک بلباوو په پنځم او اتلاتیک ماډریډ بیا د اسپانیا لالیګا لیګ په شپږم ځای کي شتون لري.