د خراسان فوټبال لوبډله د شمال زون اتلانو د لیګ اتله شوه

ارشیف

د خراسان د فوټبال لوبډله د افغانستان د شمال زون د اتلانو د لیګ اتله شوه.

د افغانستان د فوټبال فدارسیون د لوبو مسوول حلیم شیرزاد نن ازادي راډيو ته وویل، دغه لوبې د جوزجان په ولایت کې د سمنګان، فاریاب، بلخ، جوزجان او سرپل ولایتونو د اتلو لوبډولو ترمنځ په پیل شوې وې، چې د فاریاب ولایت د خراسان لوبډلې پرته له کومې ماتې د ۱۲ امتیازو په ترلاسه کوولو سره ددې لیک اتلولۍ خپله کړه.

د ښاغلي شیزاد په خبره د اتلانو لیک دوهم پړاو لوبې د عقرب میاشتې په ۲۱ نېټه د کابل په ګډون په اوه زونونو کې پیل شوې وې.

د دې لیک وروستی او دریم پړاو لوبې به د زونونو د اتلانو تر منځ لس ورځې ورسته په کابل کې پیلېږي.