د غلام حیدر جیلاني لوبډلې په والیبال کې کام ایر ته ماتې ورکړه

ارشیف

د غلام حیدر جیلانی د والیبال لوبډلې د کام ایر لوبډلې پر وړاندې دوه د صفرپه وړاندې بریا خپله کړه.

د افغانستان د بدني روزنې ریاست د مطبوعاتو برخې غړي مجیب الرحمن قاري زاده نن ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان د والیبال د منتخبو لوبډلو او کلبونو په لوبو کې چې اوونۍ مخکې پیل شوې وې د غلام حیدر جیلاني د والیبال لوبډلې نن په نیمه پایلوبه کې د کام ایر لوبډلې ته ماته ورکړه او پایلوبې ته یې لاره پیدا کړه.

د ښاغلي قاری زاده په خبره، دغه سیالۍ، د روانې لمریزې میاشتې په اومه نېټه د ننګرهار، بلخ، دایکندي، میدان وردګ، او لغمان ولایتونو د ۱۳ کلپونو ترمنځ پیل شوې دي.