پاکستان سيمه کې سوله د افغانستان د سولې له دوام سره تړلې بولي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير د اسلام اباد لپاره د امريکا د متحدو ايالتونو له سفير سر د افغانستان د سولې پر پروسه خبرې وکړې.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې شاه محمود قريشي پرون له پاول جونز سره په کتنه کې ويلي: ”په سيمه کې پايداره سوله د افغانستان د سولې پروسې له دوام سره تړلى دى.“

ښاغلي قريشي د امريکا هغه هڅې هم ستايلي، چې د افغانستان د سولې پروسې د بياپيلولو لپاره يې کړې دي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ليندۍ/قوس پر اوومه افغانستان ته د ناڅاپي سفر پر مهالي ويلي وو، چې امريکا له طالبانو سره د سولې مذاکرې بېرته پيل کړې دي.

ولسمشر ټرمپ د سولې مذاکرې څه کم درې مياشتې مخکې، وروسته له هغې لغوه کړې، چې طالبانو په کابل کې د يوې حملې مسووليت واخيست.

په هغه حمله کې د يوه امريکايي سرتېري په ګډون ١٢ کسان وژل شوي دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په مشرۍ هيئت له طالبانو سره د سولې نهه پړاو خبرې کړې دي.