دفاع وزارت: د هوايي ځواک منسوبينو ته پر وخت معاشونه ورکول کېږي

د افغان هوايي ځواک یو انځور

د افغانستان د دفاع وزارت يوه چارواکي هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې د هوايي ځواک د ګڼو منسوبينو معاشونه له مياشتو راهيسې نه دي ورکړل شوي.

تر دې مخکې د مشرانو جرګې د شکايتونو کميسيون مشر زلمي زابلي ازادۍ راډيو ته ويلي وو، چې تر ډېره د هوايي ځواک غړو ته چې په هغوى کې پيلوټان هم شامل دي، معاشونه نه دي ورکړل شوي.

ښاغلي زابلي ويلي، دوى د همدغو شکايتونو پر اساس د دفاع وزارت مقامات هم خپلې غونډې ته وربللي وو.

خو د دفاع وزارت د هوايي ځواک په برخه کې د لوى درستيز مرستيال ډګر جنرال محمد شعيب تېره شپه ازادۍ راديو ته وويل، هوايي ځواک ته پر وخت معاش ورکړل کېږي.

هغه زیاته کړه: ”معاشونه خو يوه اوونۍ يا لس ورځې شا ته يا مخ ته کېږي خو هوايي ځواک خپل معاش اخلي. هوايي ځواک ته امتياز هم ورکول کېږي. په دې برخه کې مې کومه ستونزه نه ده اورېدلې. “

دفاع وزارت وايي څه باندې ٩٩ فيصده منسوبين يې د بايومټريک سيسټم له لارې معاشونه اخلي.

له دې سره به د وزارت په حواله هم د خيالي سرتېرو مخه نيول کېږي او هم په دې برخه کې د اداري فساد اندازه راټيټېږي.