د عراقي ملیشو په دریو مشرانو د امریکا بندیزونه

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سکرټر ډېوېډ شېنکر

د امريکا متحدو ايالتونو د عراقي ملېشه وو پر درېيو رهبرانو، چې له ايران سره اړيکې لري، بنديزونه ولګول.

پر دوى دغه بنديزونه په عراق کې د وروستيو خپرو شويو اعتراضونو په ظالمانه ځپلو کې د همکارۍ د ادعا له کبله لګول شوي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سکرټر ډېوېډ شېنکر (David Schenker) پرون خبريالانو ته وويل: ”د امريکا متحد ايالتونه نن پر درېيو عراقيانو، په عراق کې د سوله ييزو اعتراض کوونکو په ظالمانه ځپلو کې د دخالت، د اداري فساد او رشوت د هڅې له کبله بنديز لګوي.“

دا اعلان په داسې حال کې وشو، چې د عراق په پلازمېنه بغداد کې د تازه تاوتريخوالي په نتيجه کې لږ تر لږه ١٢ تنه نور وژل شوي دي.

بلخوا د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو پرون په يوه اعلاميه کې وويل، د عراق خلک بېرته له خپل حکومت څخه واقعي اصلاحات او له باور-وړ رهبرانو حساب کتاب غواړي، چې د عراق ملي ګټې ورته لومړيتوب لري.

د عراق وګړي د اکتوبر له لومړيو، د پلازمېنې بغداد او د جنوب د شيعه مېشتو سيمو لارو کوڅو ته په اعتراض راوتلي دي.

دوى وايي د کار غوښتنه لري، په عراق کې د پراخ اداري فساد ختمېدل او د ټولنيزو خدماتو ښه کېدل غواړي.

د اعتراض کوونکو پر مهال چې د صدراعظم عادل عبدالمهدي د استعفى سبب شوي، شا و خوا ٤٣٠ کسان وژل شوي دي.