د امریکا پوځي اډې پېښه کې سعودي زده کوونکى مشکوک بلل شوى

ارشیف

د امريکا د فلوريډا ​په يوه پوځي اډه کې د ډزو په پرونۍ پېښه کې د سعودي عربستان د هوايي چلن يو زده کوونکى مشکوک بلل شوى دى.

دغه سعودي وګړى د پوځي روزنې لپاره په امريکا کې و او په هغه حمله کې مشکوک بلل کېږي، چې د امريکا د سمندري ځواک په اډه کې يې په نتيجه کې ٤ کسان ووژل شول.

د فلوريدا والي او نورو چارواکو په خبره، په دې پېښه کې چې پرون په فلوريډا ايالت کې شوې، ٨ تنه نور ټپيان شوي دي.

د پوليسو يوه افسر ويلي، په څلورو وژل شويو کسانو کې په خپله حمله کوونکى هم شامل دى.

دا روانه اوونۍ دويم وار دى، چې د امريکا په يوه پوځي مرکز کې داسې وژونکې پېښه کېږي.

د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، د سعودي عربستان پاچا شاه سلمان ورته ټېليفون کړى او له قربانيانو سره يې خپله خواخوږي ښوولې ده.

ټرمپ زیاته کړه: "پاچا وویل چې سعودیان د برید کوونکي د وحشیانه عمل له کبله سخت په غصه دي او دا کس په هیڅ وجه د سعودي د خلکو د احساساتو استازولي نه شي کولی، پر سعودیانو د امریکا خلک ډير ګران دي."

د دې برید علت تر اوسه روښانه نه دی.

د فلوريډا والي ران دي سانتيس ويلي، مشکوک د سعودي عربستان وګړى و، چې په دې پوځي اډه کې په پوځي روزنه بوخت و.