د جاپاني مرستندوی تیتسو ناکامورا له خدمتونو د افغانانو قدرداني
ننګرهار کې د مدني ټولنې غړو او ځوانانو د ناکامورا په یاد شمعې بلې کړې او د هغه له خدمتونو یې مننه وکړه.
په ختیځ ولایت ننګرهار کې ځوانان راټول شول او ددغه جاپاني مرستندوی پر مرګ یې ویر وکړ. هغوی د ناکامورا پر انځورونو لیکلي، "دا چې ونه توانېدو له تا ساتنه وکړو، موږ وبخښه. تا د یوه افغان په توګه ژوند وکړ او ددوی په څېر له دنیا لاړې."
په جنوب ختیځ ولایت خوست کې هم خلکو ناکامورا خدمتونه وستایل او د هغه په یاد یې ډیوې بلې کړې. د ناکامورا پر انځورونو لیکل شوي، "دا چې ونه توانېدو له تا ساتنه وکړو، موږ وبخښه. تا د یوه افغان په توګه ژوند وکړ او ددوی په څېر له دنیا لاړې."
خوستیانو د ناکامورا په یاد شمعې بلې کړې او د هغه له خدمتونو یې مننه وکړه.
د خوست ځوانانو د ناکامورا د وژل کېدو له امله د جاپان له خلکو بخښنه غوښتې ده.
سیمه ییزو چارواکو خوست کې د ناکامورا په نوم یو څلورلاری ونوموه.
د افغانستان د همبستګۍ ګوند د جمعې به ورځ (قوس ۱۵مه) کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته لاریون وکړ او د پاکستان استخباراتي اداره (ای اس ای) یې د ډاکټر ناکامورا په وژنه کې په لاس لرلو تورن کړ.
د همبستګۍ ګوند غړو د پاکستان پرضد شعارونه ورکړل.
د افغانستان د ولسي جرګې غړې بلقیس روشن چې د نن ورځې په لاریون کې یې برخه درلوده وویل: "حکومت باید ناکامورا ته د "نمایشي تابعیت" ورکولو پرځای، د هغه امنیت ساتلی وای". اغلې روشن پاکستان د هغه پر وژنې تورن کړ.
کابل کې د جاپان سفارت مخې ته د ناکامورا په یاد ځوانانو شمعې بلې کړې.
د بامیان ځینو اوسېدونکو د ناکامورا وژنه نه بخښل کېدونکی جنایت وباله او د جاپان له خلکو سره یې خپله غمرازي وښوده.
نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت کارکوونکو ناکامورا ته درناوی وکړ.
په پروان کې هم د پوهنتون ځینو محصلینو د ناکامورا وژنه وغندله او د هغه خدمتونه یې نه هېرېدونکي وبلل.
په افغانستان کې د کام ایر خصوصي هوايي شرکت پر خپله رسمي فیس بوک پاڼه د خپلې یو الوتکې هغه تصویر خپور کړی چې پر وروستي وزر یې د ډاکتر ناکامورا ستر تصویر انځور شوی دی. کام ایر له دغه عکس سره لیکلي چې د افغانستان خلک به تل د ناکامورا د خدمتونو منندوی وي.