د جرمني صدراعظمه د یهودیانو د ډله ییزې وژنې په یاد جوړ شوي څلي ته ځي

تمه کیږي چې میرمن میرکل نن جمعه (نومبر ۶مه) د پولېنډ اوسوېڅیم ته ورشي چې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال نازي اشغالګرو اشویتځ بللی و. 

ټاکل شوې د جرمني صدراعظمه انګلیلا میرکل د لومړي ځل لپاره د نازیانو د وژنې په کمپ اشویتځ کې د هولوکاست یا یهودانو د ډله ییزې وژنې یاد څلي ته ورشي.

تمه کیږي چې میرمن میرکل نن جمعه (نومبر ۶مه) د پولېنډ اوسوېڅیم ته ورشي چې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال نازي اشغالګرو اشویتځ بللی و.

میرکل دغلته د اشویتځ - بیرکیناو د بنسټ د لسمې کالیزې په مناسبت ورځي. دا بنسټ ددې تاریخي سیمې د ساتنې مسئولیت لري او جرمني یې لوی تمویلوونکی دی.

انګیلا میرکل به د پولنډ له صدراعظم ماتیوز موراویڅکي سره د اشویتځ بیرکیناو اجباري کمپ وګوري.

دواړه مشران به ددې کمپ په هغه ځای کې چې په کې زرګونه یهود بندیان وژل شوي، یوه دقیقه خاموشي وکړي.

میرکل به د نازي جرمنانو له خوا د شکنجې په دې پخواني کمپ کې وینا هم وکړي.

ویل کیږي مخکې تر دې چې دا کمپ په ۱۹۴۵ کې د پخواني شوروي اتحاد د پوځونو له خوا ازاد شي، په کې تر یو میلون زیات کسان وژل شوي وو.

په مجموعي توګه نازي جرمنانو او ملاتړو یې هغه مهال شپږ میلیونه یهودان وژلي دي.