د افغانستان پوځ په پام کې لري چې د دغه هېواد په شمال او شمال ختیځ کې د وسله والو مخالفینو پرضد پوځي عملیات پیل کړي.
د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ویاند بشیراحمد تهینج تېره شپه آزادۍ راډیو ته وویل، په دې اړه پرون له افغان پوځي چارواکو سره د نړیوالو ځواکونو د قوماندانانو په کتنه کې خبرې وشوې.
د افغانستان په شمال کې د ناټو ځواکونو امریکايي قوماندان جنرال برونس پرون پنجشنبه (نومبر ۵مه) له ښاغلي دوستم د سره د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې ولیدل.
له دې مخکې د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر هم له جنرال دوستم سره ولیدل. تهینج په شمال کې د پوځي عملیاتو د هدف په اړه وویل: "د دې عملیاتو اصلي هدف د لومړۍ نمبر لویې لارې خلاصول، د ولسوالیو د کلابندۍ ماتول او د لویو لارو د ګواښونو کمول دي."
ښاغلي ته تهینج زیاته کړه چې نړیوال ځواکونه به په دې عملیاتو کې د افغانستان د دولتي ځواکونو هوايي ملاتړ کوي.
په همدې حال کې ولسمشر اشرف غني وايي، د لویو لارو، په تېره د دره صوف – مزارشریف، بامیان – میدان وردګ او د جاغوري – قره باغ د لویو لارو د امنیت د خوندي کولو لپاره امنیتي تدابیر ترلاس لاندې دي.
جمهوري ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشر غني دا څرګندونې تېرماښام په ارګ کې په یوه غونډه کې وکړې.